چین د افغانانو ترمنځ د سولي د خبرو د کوربه ‌توب ژمنه وکړه

په کابل کي د چین سفیر (لیو جین سانګ) دا ژمنه د چهارشنبې په ورځ وروسته تر هغه وکړه، چي د افغانستان او پاکستان له پاره د جرمني ځانګړي استازي (مارکز پوتزل) وویل، چي زلمي خلیلزاد د افغانانو د سولي په بهیر کي د مرستي غوښتنه ځیني کړې ده.

د افغانستان له پاره د چین سفیر ښاغلي سانګ پرون د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره د افغانانو د سولي په تړاو خبري وکړې.

تردې دمخه جرمني د بین‌الافغاني خبرو کوربه‌ توب ته چمتوالی ښکاره کړی وو.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کي د سولي په بهیر کي د افغان ښځو د ونډي په اړه په یوې مشورتي ناسته کي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین ادریس زمان هم د سولي په بهیر کي د جرمني هڅو ته اشاره وکړه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...