د ګواتیمالا ښار په څلویښت کیلومترۍ کي په یوه غره کي د اتشفشان لګېدو له امله ۲۵ تنه وژل سوي په سلګونو نور ټپیان دي او دغه راز ۶۵۳نور امنو ځایونو ته لیږدول سوي دي.
د ګواتیمالا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چي یاد اتشفشان د الرودئو کلي ته رسېدلی، کورنه یې ویجاړ کړي او هر څه یې سوځولي دي.
دغه راز هغه سیمي چي سوځېدلي دي تر اوسه ورته مرستندویان هم لاس رسی نه لري.
د راپورونو له مخي یادو اتشفشانونو لږ تر لږه یو میلیون او ۷۰۰ زره کسان اغېزمن کړي دي.
د ګواتیمالا جمهوریت په مرکزي امریکا کي پروت هېواد دی او د ټولو وګړو شمېر یې شاوخوا ۱۷ میلیونه دی.