د کندهار د کرني ریاست مسٔولین وایي، چي تر اوسه په کندهار کي ۱۰۰ ملي متره اورښت سوی چي کچه یې د تېر کال په پرتله تر پنځوس سلنه ډېره کمه ده.
د کندهار د کرنۍ او مالدارۍ ریاست مسٔولین وايي، چي په دغه ولایت کي لا هم بارانونو ته هیلي سته تر څو د وچکالۍ مخه ونیسي.
د کرني رئيس حفیظ الله سیدي وايي، په کندهار کي تر اوسه ۱۰۰ ملي متره اورښت سوی خو کندهار شاوخوا دوه سوه ملي متره اورښت ته اړتیا لري تر څو د وچکالۍ مخه ونیول سي.
بل خوا د کرني رئيس وایي، چي په کندهار کي د دهلې د بند لوړېدل به د اوبو او برېښنا په برخه کي تر ډېره ستونزي له منځه یوسي.
هغه وايي، د دهلې لپاره پيسي منظور سوي دي چي د بند د لوړيدلو تر څنګ د اوبو شبکې هم جوړیږي او دغه راز برېښنا به هم تولیدوي.
ده وویل، د بند له لوړېدو سره به د دهلې ظرفیت ۲۳۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ته لوړ سي چي په هر موسم کي به کروندګرو ته اوبه ځني ورکول سي.
په کندهار کي سږ کال په دهله کي د اوبو د کمښت له امله کرنیزو مځکو ته اوبه نه دي رسېدلي چي کروندګر يې ډېر اندېښمن کړي.
دوی وايي، دغه راز د اوبو سطه هم ډېره ټيټه سوې او که چیري اوبه همداسي کمي وي په راتلونکي کي به کروندګر له ډيرو ستونزو سره مخ سي.