په کندهار کي د موی مبارک د مسجد جامع خطیب په یوه غلچکي برید کي وژل سوی

مولوي محمد حق اخندزاده له جامع څخه د ماپښین ترلمانځه وروسته د کور پر لوري روان و، چي نا معلومو وسله والو برید ورباندي کړی او وژلی يې دی.

د کندهار د والي ویاند محمد داود احمدي وایي، چي مولوي محمد حق اخندزاده ساه ور کړې او په پېښه کي ځای پر ځای وژل سوی.

نوموړي زیاته کړه، چي امنیتي ادارې د پېښي د عاملینو د معلومیدو لپاره تحقیقات پيل کړي.

مولوي محمد حق اخندزاده د کندهار له مشهورو دیني عالمانو څخه وو چي په لویو غونډو کي به يې هم د مخکښه وینا وال په توګه برخه لرل.

نوموړي په دې وروستیو کي په کندهار کي د ولس ږغ په نوم د ولسي حرکت په یوه ستره غونډه کي د سولي په پلوی وینا وکړه او په جګړه کي له ښکېلو غاړو څخه يې په افغانستان کي د جګړې د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.

تر اوسه چا د دې پېښيي مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...