رپوټ: نقیب الله صدیقي
د کندهار د امنیه قوماندانۍ پولیسو په تېره یوه اوونۍ کي ۱۱ وسله وال طالبان نیولي، چي په ښار او ولسوالیو کي یې د دولت پر ضد فعالیتونه کول.
د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال بارکزی وایي، په دغه کسانو کي یوه اووه کسیزه ډله غلچکي بریدګر، دوه جنګي طالبان او دوه ماین جوړونکي شامل دي، چي د پولیسو د کشفي راپورونو پر اساس نیول سوي دي.
دغه راز د نیول سوو کسانو سره دوې توغندۍ، یو میل کلاشينکوف او یوه اندازه مرمۍ هم نیول سوي دي.
نیول سوي کسان هم پر خپلو کړنو اعتراف کوي او وایي، چي په ښار او ولسوالیو کي تخریبي فعالیتونه کړي دي.
دوی وايي، د نورو بریدونو تر څنګ یې پر کندهار هوايي ډګر هم توغندۍ غورځولي، چي وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول سوه.
امنیتي چارواکي وايي، پولیسو په تېره میاشت کي په کندهار ښار او ولسوالیو کي ۳۵ تنه وسله وال طالبان نیولي او دغه راز په هوايي او مځکنیو عملیاتو کي لسګونه وسله وال وژل سوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې نیول سوو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.