په کندهار کي د حرفوي زده کړو له یوه مرکز څخه ۱۸۰ تنه نارینه او ښځینه فارغ سوه

راپور: سید حمید هاشمي

یادو کسانو د شپږو میاشتو پر مهال بیلا بیل کسبونه زده کړي او اوس د کار کولو پوره وړتیا لري.

بلخوا د کار او ټولنیزو چارو مسٔولین وايي، فارغه سویو کسانو ته به زمینه برابره کړي تر څو هغوی پر خپلو پښو ودریږي او د کار خاوندان سي.

د کندهار مرستیال والي اغالالي دستګیري وايي، چي ولایتي اداره ځوانانو ته د کار پیدا کولو لپاره تر خپله وسه هڅي کوي او په دې برخه کي ځیني مهم کارونه هم تر لاس لاندي دي.

هغه وايي، هغه کسان چي کسبونه يې زده کړي باید بې کاره وخت تیر نه کړي او کار کولو ته مخه کړي.

د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریس حمیدالله مبارز وايي، یادو فارغینو ته چي اتیا تنه يې ښځینه او سل تنه يې نارینه دي  بیلا بیلو کسبونو  زده کړي يې ورکړي چي دا به د هغوی سره دکار په پیدا کولو کي ښه مرسته وکړي.

د هغه په خبره ددې لپاره چي فارغین يې د دندو خاوندان سي، هغوی ته يې د کسب اړوند سامانونه ورکړي او هم به د دندي پر مهال د هغوی مالي ملاتړ وکړي.

نوي فارغین هم د ترلاسه کړو کسبونو له امله خوښ دي او وايي، چي له دي لاري به دوی د خپلو کورنیو لپاره مالي امکانات پیدا کړي او د کار خواندان به سي.

دا مهال په کندهار کي تر بل هر وخت د بې کارۍ سطحه لوړه سوې په داسي حال کي چي له پوهنتونو، ښوونځیو او نورو روزنیزو مرکزونو زیات شمیر کسان فارغیږي خو په ادارو کي ورته د کار زمینه نه برابریږي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...