راپور: محمد یار مجروح
د انګورو دغه باغونه تیر کلونه د ویالو په اوبو اوبیدل، خو سږ کال چي د اوبو سطحه کښته سوې، کروندګر مجبوره سوي تر څو په مځکه کي برمې ووهي.
د انګورو سوداګر سعدالله خان حبیب وايي، چي د اوبو دکمښت له امله کروندګر انګور تر پخیدو مخکي اومه وشکوي.
که څه هم سږ کال د انګورو حاصلات نوروکلونو ته ښه سوي خو د ابو کمښت سوداګر انديښمن کړي دي.
د سعدالله خان په خبره د اوبو سحطه ورځ تر بلي د کښته کیدو په حال کي ده او حکومت باید د وچکالۍ د مخنیوي لپاره جدي ګام واخلي.
بلخوا کروندګر وايي، چي د اوبو د کمښت له امله د انګور حاصلات اومه شکوي، او اندېښنه ښيي چي روانه وچکالي به يې باغونه وچ کړي.
د دوی په خبره د برمو د اوبو حاصلات دوی ته ګټه نکوي.
دوی زیاتوي، چي که وچکالي همداسي دوام وکړي راتلونکی کال د انګور د حاصلاتو تمه نلري.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له جګړې ورسته وچکالي په افغانستان کي یو بل بشري ناورین بولي.
د دوی په خبره که افغان دولت د وچکالۍ د مخنیوي په اړه جدي اقدام ونکړي، په نژدې څو کلونو کي به د افغانستان د لویو ښارونو اوسیدونکي دپاکو اوبو له نشتون سره مخامخ سي.