په کندهار کي د افکو کمپنۍ له خوا د یوه ناروغ ماشوم سره د یوسل او پنځوس زره افغانیو مرسته وسوه

احمد مختار د محمد قوي زوی چي د زړه ناروغي یې لرل، دلته په افغانستان کي يې تداوي نه کېدل او کورنۍ يې د دې وس نه درلودی چي په بهر کي یې تداوي وکړي.

خو وروسته د افکو کمپنۍ رئيس محمود کرزي د دغه ماشوم د تداوي لپاره یو لک او پنځوس زره افغانۍ ورکړې تر څو په یوه بهرني هیواد کي یې تداوي وسي.

د دغه ماشوم پلار هم د افکو کمپنۍ له یادي مرستي څخه مننه کوي او وايي، چي د زوی ژوند ته یې امید پیدا سوی.

یاده دي وي چي د افکو کمپنۍ مسٔولینو له دې وړاندي هم له ډیرو ناروغانو او نورو اړو کسانو سره دا ډول مرستي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...