راپور: سید حمید هاشمي
خیاطان وايي، د اختر په دغه شپو خلک زیات کالي جوړوي او دوی هره اونۍ تر پنځه سوه جوړي زیات د خلکو کالي جوړوي.
د دوی په خبره که څه هم خلک اقتصادي ستونزي لري خو د اختر په رارسیدو سره بیا هم دوی ته د عادي ورځو په پرتله څو چند کالي راوړل کیږي.
د اختر په رانژدې کیدو سره په کندهار ښار ډیری تغیرات راغلي او د ښار بڼه د عادي ورځو په پرتله د خلکو له ګڼه ګوني څخه ډکه وي.
په دغه ورځو کي خلک له اختریزو میوو نیولي بیا تر څپلیو ، صدری، او نور اختریز توکي خورا په شوق رانیسي.
خو د اختر په شپو کي تر نورو کسبونو د بزازانو کاروبار ډیر وي ځکه د اختر لپاره هر کس ورڅخه څو جوړي کالي رانیسي.
بزازان وايي، کاروبار يې د اختر په ورځو کي خورا زیات سوی او د ښار تر څنګ د ولسوالیو زیات اوسیدونکي ورڅخه کالي رانیسي.
خو ددې تر څنګ خیاطانو هم د اختر په ورځو کي د زیات کار له امله شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وي او هر ورځ د خلکو ورړول سوي کالي جوړي.
دوی وايي، په عادي ورځو کي به يې په اونۍ کي لږ کالي جوړول خو د اختر په دغه شپو کي هر اونۍ تر پنځه سوه جوړي زیات کالي جوړوي.
په ښار کي د اختر لپاره امنیتي تدابیر هم زیات سوي او ځيني فرعي لاري د امنیت د ټینګښت په موخه د ترافیکو پر مخ تړل سوي دي.
کندهار ښاریان وايي، هیله لري چي راتلونکی کوچنۍ اختر به له کومي امنیتي ستونزي پرته په خوښۍ سره تیره کړي.