په کندهار ښار کي د پارلماني ټاکنو لپاره د خلکو نوم لیکنه ورځ تر بلي زیاتیږي

راپور: سید حمید هاشمي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ټاکنو لپاره د نوم لیکني وخت کم دی او هغه کسان چي نوم لیکنه يې نه وي کړې، ژر تر ژره دي په دغه مهمه پروسه کي ګډون وکړي.

په کندهار ښار کي تر دې مهال د راتلونکو ټاکنو لپاره ۱۶ سوه کسانو نوم لیکنه کړې ده.

په کندهار ښار د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکني مرکزونو ته هر ورځ لسګونه کسان ورځي او خپل نومونه ثبتوي.

د کندهار د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر هاشم درانی وايي، چي په ښار کي د راتلونکو ټاکنو  لپاره د خلکو ګډون زیات سوی او تر دې مهاله ۱۶ سوه کسانو نوم لیکنه کړې ده.

نوموړی وايي، د نوم لیکني لپاره وخت ډیر کم دی او هغه کسان چي تر اوسه يې د رایي ورکولو لپاره نوم لیکنه نه ده کړې باید ژر ژره تر ژره په دغه مهمه پروسه کي ګدون وکړي.

که څه هم د ښار په یو شمیر ټاکنیزو مرکزونو کي د خلکو ګډون زیات دی ولي په یو شمیر سیمو کي لا هم خلکو په دي مهمه پروسه کي برخه نه ده اخیستي.

هغه کسان چي د ټاکنو لپاره يې نوم لیکنه کړې وايي، چي په ټاکنو کي ګډون د ټولو افغانانو ملي دنده ده او باید د خپل ښه راتلونکي لپاره ځانونه ثبت کړي.

د ټاکنو لپاره د نوم لیکني روان بهیر به په ښار کي تر یوې میاشتي پوري دوام وکړي او وروسته به  ولسوالیو ته دغه بهیر وغځول سي.

بلخوا د کندهار امنیتي چارواکو خبر ورکړی چي نور هغه تذکرې په دولتي ادارو کي د منلو وړ نه دي چي د رايي ورکولو په مرکز کي نه وي ثبت سوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...