د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه خپره سوې خپرپاڼه کي ویلي، چي د دغه ریاست د ځانګړو قطعاتو ځواکونو په کابل ښار کي د داعش ډلي د جلب او جذب مسٔول نیولی دی.
په بیان کې راغلي، چې د داعش د جلب او جذب مسٔول عبدالمهین نومیږي او د صفيالله په نوم له خپل یو ملګري سره د کابل په یولسمه ناحینه کې نیول سوی دی.
د ملي امنیت ریاست ویلي، نیول سوو کسانو اعترف کړی، چي په کابل ښار کې یې د داعش ډلې لپاره په جلب او جذب کي فعاله ونډه لرله.
د بیان له مخي دغه کسان، له جلالاباد څخه کابل او بیا جوزجان ته د داعش ډلي د غړو کورنۍ د انتقالولو پر مهال نیول سوي دي.