نن له غرمې مخکي د روغتیایي خدمتونو د وړاندي کولو او د درملو د تولید هوکړه لیک لاسلیک سو.
له ارګه د خپرې سوې خبرپاڼي له مخي، په چهارچنار ماڼۍ کي په دې مناسبت جوړو سویو مراسمو کي چي یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو هم پکښي ګډون درلود، یاد هوکړه لیک د عامي روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز او د بي، آر، اېس شرکت رئیس شیټي، چي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کي فعالیت لري، لاسلیک کړ.
د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به روغتیايي خدمتونه په ځانګړي ډول د وزیرمحمداکبر خان او شیخ زاید روغتونونو د ادارې او مدیریت په برخو کې چمتو سي.
دغه راز د باکیفیته درملو د تولید یوه برخه هم جوړېږي، چي په پیل کي به درمل په ابتدايي ډول وارد او له بسته بندۍ وروسته بازار ته وړاندي کړي، خو په دویمه مرحله کي دا اسانتیاوې پراخېږي، چي درمل په بشپړ ډول په کابل کي تولید سي.