راپور: جواد داوري
میرمني له دولت څخه غوښتنه کوي چي بازار ورته جوړ کړي تر څو هغه میرمني چي د کورنیو اقتصادي مسٔولیت په غاړه لري خپل توکي و پلوري.
په هلمند کي ښځي د تیرو لسو کاله راهیسي د لاسي توکو دبازار غوښتنه کوي خو تراوسه نه دی ورته جوړ سوی.
د ډیوي په نوم د ښځو د ټولني مشري حسنیه احساس وايي، که منظم بازار ولري د هلمند میرمني د لاسی توکو دپاره ګڼ شمیر توکي لري چي بازار ته یې وړاندي کړي.
دا وايي، د دري کالو راهیسي چي فعالیت يې شروع کړی دی تر ۲۰۰ پوري توکي ښځو په لاس جوړ کړي دي خو د بازار د نشتون له امله په کورو کي ساتل کیږي او تراوسه له دوی څخه چا غوښتنه هم نه ده کړې.
دا زیاتوي په دې ښځو کي اکثرو يې د کورنیو مسٔولیت د غاړي دی د کورنیو مشران يې په جګړو کي له لاسه وکړي دي.
د هلمند والي حیات الله حیات وايي، د ښځو لاسی توکو د بازار ستونزه نورو ښځو هم ورسره شریکه کړي ده خو تراوسه چي کومي ښځي د لاسي توکو تولید لري مناسب بازار نه دی ورته پیدا سوي.
هلمند والي وايي، د ښځو چارو وزارت او سوداګرۍ او صنایع له ادارې سره به په دي اړه د یوه منظم بازار د پاره کار وکړي د هلمند ترڅنګ په کابل او نورو ولایتونو کي د هلمندي د لاسي صنایع دپاره نندارتون او د خرڅلاو امکانات برابر کړي.
په لښکرګاه کي د ښځو د لاسی صنایع د پاره یو بازار جوړ سوی دی خو د امنیتي مشکلاتو له امله په هغه بازار کي اوس پولیسو قرارګاه جوړه کړې ده ښځي نه سي کولاي ورسي او توکي نندارې ته کښېږدي.
د ښځوفعالاني د لاسي توکو دپاره بازار ځکه اړین بولي چي میرمني به له یوې خوا په کار مصروفي سي او له بلي خوا به هغه کورنۍ چي اقتصادي ستونزي لري له دي لاري تمویل سي.