په هلمند کي میرمني د راتلوونکو ټاکنو شفافیت غواړي

راپور: جواد داوري

دوی د یوې غونډي پرمهال له نورو میرمنو هم وغوښتل چي په ټولنه کي خپل شتون تثبیت کړي او د نارینو ترڅنک ښځي په ولسي جرګه کي خپلي غوره استازي ولري.

په هلمند کي د روانو جګړو او نا امنیو سره سره ښځو په مرکز لښکرګاه کي د راتلوونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د پاره نوم لیکنه کړي ده.

دغه میرمني په یوې غونډه کي راټولي سوي دي تر څو له حکومت څخه د راتلوونکو ټاکنو د شفایت تضمین واخلي او نوري میرمني وهڅوي ترڅو په دې سرنوشت ټاکوونکې پروسه کي د نارینوترڅنک خپل شتون معلوم کړي.

دوی وايي، حکومت له پامه غورځولي کاري فرصتونه نه دي ورته موجود له حقوقو يې خوندیتوب نسته او همدارنکه په ټولنه کي له ازار اذیت سره هم مخ کیږي.

پرهمدې مهال د هلمند ولایت سرپرست مجاهدالله صفاري د ټاکنو دپاره د نوم لیکني په اوسنۍ پروسه کي د ښځو له پراخ ګډون څخه ستاینه کوي او غوښتنه لري چي د لښکرګاه ترڅنک په ولسوالیو کې هم میرمني خپل ګډون وښیې.

دی زیاتوي، تر کابل او کندهار وروسته په دریمه ګټګورۍ کي د هلمند ولایت دی چي د ټاکنو د پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکني ګراف يې لوړ دي.

تردې وړاندي اندیښني موجودي وي چي د هلمند اوسیدونکي به د راتلوونکو ټاکنو دپاره نوم لیکنه ونه کړي خو اوس داسي بریښي چي له امنیتي تهدیداتو با وجود د ولسوالیو اوسیدونکې هم لښکرګاه ته راځي او نوم لیکنه کوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...