په هلمند کي د ښځو د ظرفیت لوړېدو او له خپلو حقوقو څخه د خبرېدو کمپاین پیل سوی

رپوټ: جواد داوري

په هلمند کي د ښځو له حقوقو له نا خبرۍ او ناسم دودونو له امله همېشه د ښځو حقوق تر پښو لاندي سوي. له یوې خوا په بدو کي ورکول کیږي او ځیني کورنۍ آن د پیسو په مقابل کي خپلي لوڼي پلوري، چي بیا يې ژوند له سختو کړاوونو سره مخ کیږي.
د هلمند د ښځو چارو ریاست او تازه داسي یو پروګرام را پیل کړی، چي نجوني او مېرمني له خپلو اسلامي او قانوني حقوقو څخه خبري کړي. لومړی مېرمنو ته د یوه ښوونیز پروګرام په شکل تدریس ورکول کیږي بیا امتحان ځیني اخیستل کیږي.
په دې امتحان علمي معلومات، د قرانکریم د قرائت سیالۍ او ځیني نور شامل دي.

د ښځو چارو ریاست وايي که څه هم په ټولنه کي د دې موضوعاتو دپاره ټول قانع نه دي، خو بیا هم هڅه کوي د کورنۍ غړي پوه کړي ترڅو خپلو نجونو او مېرمنو ته د تعلیم حق ورکړي.
هغه مېرمني چي په دې پروګرام کي يې برخه اخیستې وايي، تر پخوا يې معلومات زیات سوي اوس په دې پوه سوي، چي د ښځو حقوق په ټولنه کي څومره دي او همدارنکه هڅه کوي خپل ترلاسه کړي معلومات له نورو مېرمنو سره شریک کړي.
دوی وايي دغه ډول علمي پروګرامونه له مېرمنو سره مرسته کوي، چي خپل راتلونکی ژوند څنګه عیار کړي او د ټولني له نورو غړو سره څنګه ژوند وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي تر دې دمخه هم د لښکرګاه تر څنګ په یو شمېر ولسوالیو کي د ښځو د حقوقو د خوندیتوب په اړه غونډي او علمي کنفرانسونه جوړ سوي دي، خو لکه چي ښايي هغسي يې په ټولنه کي پایلي نه دي ثابتي سوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...