په هلمند کي د هندواڼو او خټکیو پالېزونو ښه حاصلات ورکړي، خو بازار نه ورته لري

د هلمند ولايت کروندګر وايي چي له تېرو ورښتونو سره د هندواڼو او خټکيو پالېزونو ښه حاصلات ورکړي خو زیاتوي چي بازار ورته نه لري.

د دغه ولايت د کرهڼي رياست مسئولين وايي، چي د هلمند پر پنځه زره هکټاره مځکه هندواڼې او خټکي کرل سوي. چي تر اوسه ٥٢ زره ټنه د هنډواڼو او ٦٩ زره ټنه د خټکيو حاصلات ځیني ټول سوي دي.

د دوى په وينا، دغه حاصلات د پروسږ کال په پرتله ٢٠ سلنه زياتوالی ښيي.

د هلمند کروندګر وایي، پروسږ کال د ژمي په موسم کي چي په هلمند کي زیات اورښتونه وسول، د دوى پر کرهڼيزو مځکو يې مثبت اغېز کړی دئ.

دوی وایي، د دې اورښتونو له امله يې هم حاصلات زيات سوي او هم يې کيفيت ښه سوى دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...