راپور: جواد داوري
د هلمند ولایت په ډیره مځکه کوکنارو کرل کیږي او لښکرګاه ښار ته نژدې سیمو کي د ښاري اړتیا وړ کرنیز پټي کرل کیږي په دې وروستیو کي د موسساتو په هڅوني سره کرونده ګر د شنو خونو او معیاري کرني سره اشنا سوي دي.
د هلمند کرني ریاست چارواکي ددې اقدام هر کلی کوي او د پیا وړتیا دپاره يې د مالي ملاتړ غوښتنه کوي.
پرهمدي مهال سوداګر وايي، په دي ولایت کې د بزګرو کرنیزو تولیداتو پروسس ته چمتو دي.
په هلمند ولایت کي د کوکناور د کښتونو د زیاتوالي له امله ددې ولایت بزګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
له یوې خوا د وچکالۍ له امله رواني اوبه ټولو کرنیزو مځکو پوري نه رسیږي له بلي خوا د ښتي سیمي په خپل سري ډول ویشل سوي دي.
د هلمند ولایت د کرني ریاست د موسساتو په همکاري هڅه راپیل کړي ده ترڅو په ولسوالیو کي بزګر معیاري کرني ته وهڅوي تر څو تولیدات يې زیات او د کوکنارو بدل سي.
پرهمدي مهال بزګر وايي، تر هغه وروسته چي شنې خوني یې جوړي کړي دي نه یوازي دده بلکي یوشمیر نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره سوې ده او دوی وایی، که خلک کورنیو تولیداتو ته وهڅیږي لابه خپل کارته پراختیا ورکړي.
په هلمند کي د کارډیف یا بین الوزارتي پروګرام له لوري په لښکرګاه کي د پنبې څخه د غوړیو،صابون او کنجارې د پروسیس فابریکه جوړه کړي ده چي په نژدې وخت کې به په کار پیل وکړي.
ددې فابریکي کارکوونکي وايي، تردې وروسته کولای سي له کرونده ګر پنبه رانیسي او بیا په دې فابریکه کي پروسیس کړي.
د هلمند ولایتي شورا ریس عطاالله افغان بیا پر کرونده ګرو او مالدارو نیوکه کوي چي کورنیو تولیداتو ته وده نه ورکوي له همدي موقع د ایران سوداګر ناوړه استفاده کوي.
اوس هیله پیدا سوې ده چي د کرنیزو مثبتو هڅو په پایله کي افغانستان له بهرنیو کم کیفیته او تجارتي اړتیا څخه ژغورل کیږي.