په هلمند کي د درو بندونو لومړنۍ سروې پیل سوې ده

راپور: جواد داوري

د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، د کجکي د بند ظرفیت لوړیدني د پاره به شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالر ولګوي ترڅو د اوبو ذخیره زیاته سي او همدارنګه د موسی کلا او نوزاد ولسوالیو د بندونو سروې يې هم پیل کړې ده.

پرهمدي مهال د نیمروز ولایت چارواکي وايي، د هلمند سیند شل سلنه د اوبو حق نه ورکول کیږي.

په هیواد کي سږ کال د وچکالۍ له امله کرونده ګر د اوبو د نشتون سره مخ دي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وايي، د کجکي د اوبو ذخیرې د ظرفیت لوړیدني او پراختیا د پاره به شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالر ولګوی چي ددې پروژې وروسته به د اوبو ذخیره زیاته سي او همدارنګه د زمینداوار کانال د پاره به د اوبو سپما هم وسي.

دی وايي، په موسی کلا او نوزاد ولسوالیو کي د اوبو د بندونو لومړنۍ سروې پیل کړې ده.

دی زیاتوي، د نیمروز ولایت د اوسیدونکي ته د هلمند سیند او بو شل سلنه حقابي ستونزي یې حل کړې ده چي تردې وروسته به زرنج ښار پوري لومړی څلویښت سلنه اوبه ورکول سي وروسته به شل سلنه ورکول کیږي.

د هلمند والي حیات الله حیات وايي، د هلمند په څلورو ولسوالیو کي يې اوبه قطع کړي دي تر څو د نیمروز د اوبو ستونزه حل سي.

دی وايي، اوس د نیمروز ولایت چهاربرجګ ولسوالۍ ته د هلمند سیند اوبه رسیدلي دي.

پرهمدي مهال د نیمروز د ولایتي شورا ریٔس هغه ګنګوسې رد کړي چي د هلمند سیند اوبه د نیمروز ولایت له لاري ایران ته ورکول کیږي.

دی وايي، د کرونده ګرو کروندې وچي سوي دي او ځایی اوسیدونکي د څښاک د اوبو د نشتوالي سره مخ دي.

اندیښنې موجودي دي چي که د راتلوونکي یوې میاشتي پوري د کجکي د اوبو ذخیرې سطحه لوړه نه سوه ممکن د هلمند سیند وچ سي او د بریښنا تولید هم ودریږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...