د نیمروز د والي ویاند، احمد عرب وویل، چي په ازموينه کي ۲۴۹ ښځو ګډون کړی وو.
ښاغلی عرب پرون په دي اړه رسنیو ته وویل، چي د معلمۍ د بست لپاره لږ تر لږه ۲۸۸ کسانو فورمې ډکي کړي وي او د ملکي مامورینو د بستونو لپاره هم ۴۴۶ کسانو فورمې ډکي کړي وي چي ټولو په ازموینه کي ګډون وکړ.
احمد عرب زیاته کړه، چي د ولسمشر د فرمان پر اساس، د ملکي ادارو د مامورینو د ټاکنې په ازموینه کي شفافیت ته ډېر پام سوی دی.
د نیمروز د والي ویاند وویل، چي د ازمويني پایلي به ډېر ژر اعلان کړي.