د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل وويل، چي دا چاودنه نن سهار د سيد اباد ولسوالۍ د تنګي درې اړونده سيمه کي رامنځته سوې ده.
هغه زياته کړه، په ياده سيمه کي د ملکي وګړو پر يوه فيلډر ډوله موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه سوې چي له امله يې څلور تنه وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.
منګل وايي، په وژل سوو او ټپيانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول سوي، خو د هغوى روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى .