په لومړي ځل به یوه میرمن د سي ای اې د مشري په توګه و ټاکل سي

د امریکا د سنا د استخباراتو کمېټې د رایو په اکثریت جینا هاسپل د سي ای اې مشرۍ ته بریالۍ کړې ده.

له دې وروسته به سناتوران نوموړې تاییدوي او تر تایید وروسته به د سي ای اې چارې ورسپارل کېږي.

په دې سره به هاسپل د سي ای اې په تاریخ کي لومړنۍ مېرمن وي چې ددغه مهمي استخباراتي ادارې مشري کوي.

د استخباراتي کمیسیون تر تایید وروسته به د سنا په عمومي غونډه کي د نوموړي په اړه بحث کېږي او د تایید رایه به ورکول کېږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...