په سمنګان ولایت کي د بادامو حاصلات ۴۱۵۰ ټنو ته رسیدلي

په یاد ولایت کي د کرني ریاست مدير نجیب الله جویا د دغه خبر تر څنګ ویلي، د کرني ریاست دغي شمېرې د باغونو له څېړني وروسته ترلاسه کړې دي.

هغه زیاته کړه، تېر کال دغه حاصلات ۳۰۰۰ ټنه وو.

د ریاست د معلوماتو له مخي، په سمنګان ولایت کي د بادامو ۴۸۸۰ جريبه باغونه موجود دي او ډېری باغونه په مرکز، حضرت سلطان او خرم سرباغ ولسوالیو کي موجود دي.

په سمنګانو کي د مېوې سوداګر حاجي نقیب الله ویلي، سږ کال په دغه ولایت کي یو من بادام له زرو تر ۳۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي. تېر کال په دغه ولایت کي یو من بادام له ۸۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغانیو پلورل کېدل.

د نوموړي د معلوماتو له مخي، د سمنګانو ۶۰ سلنه بادام هند، پاکستان او عربي متحده ایالاتو او نور یې په داخلي بازارونو په ځانګړې توګه کابل او بلخ کې پلورل کېږي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...