په زابل کي د کرکټ بورډ په نوښت پیل سوي سیالۍ پای ته ورسیدي

راپور: نثار احمد څپاند

په زابل ولایت کي د کرکټ بورډ امریت په نوښت د ورزشي خبریالانو فدراسیون په ملتیا د کلب لیول سیالۍ پیل سوي وې، چي د ۱۱ مرکزي او شاجوی ولسوالۍ په ګډون ۱۲ لوبډلو ګډون کړی وو، چي پاي لوبه یې د قلات ښاروالۍ لوبډلي په اتلولي سره پای ته ورسېدل.

پاي لوبي ته د قلات ښاروالۍ او د قلات کرکټ اکاډمۍ لوبډلي لار پیدا کړي وه چي، د لوبي پچه قلات کرکټ اکاډمي وګټل او خپله یي د توپ اچوني پریکړه وکړه.

د ښاروالي لوبډلي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره وتوانیدل چي خپلي سیالي لوبډلي ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکي.

په جوابي توپ وهنه کي د قلات کرکټ اکاډمۍ د یاد هدف په پوره کولو کي پاته راغلل.

او د ښاروالۍ لوبډله وتوانیدل چي د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.

د دې سیالیو غوره توپ وهونکی د ښاروالۍ لوبډلي څخه حاجي یونس او غوره توپ اچوونکی نثار یارمل ونومول سول.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...