راپور: نثار احمد څپاند
ددې ولایت والي وايي، چي یاد سړک دښاروالۍ دانکشافي بودیجې څخه په څه کم دوه نیم میلیونه افغانۍ جوړیږي.
دزابل والی خیال محمد حسیني ددې سړک دچارو دپیلیدو پرمهال خبریالانو ته وویل، چي په کلات ښار کې دمیزانې اډې یونیم کیلو متره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړیږي چي شاه وخوا دوه نیم میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي چي د کلات ښاروالۍ دانکشافي بودیجې څخه ورکول کیږي او چاري به یې په دوه نیمو میاشتو کي بشپړ سي.
حسیني زیاتوي، په پام کي لري چي په مرکز او ولسوالیو کي هم لسګونه دبیارغوني کارونه پیل کړي چي ورسره به ددې ولایت سلګونو اوزګارو خلکو ته دکار زمینه برابره سي.
بل لوري دکلات ښار اوسیدونکي دبیا رغوني دکارو پر پیلیدو خوښي ښي او زیاتوي، چي په دې ولایت کي د بیا رغوني کارونه ټکني سوي وه ، چي تازه په کلات ښار کي دبیا رغوني کارونه پیل سوي.
چي په دې سره به ددې ولایت اوزګارو خلکو ته دکار زمینه هم برابره سي.
دیاد سړک دجوړیدو کار پر داسي مهال دکلات ښاروالۍ له لوري پیلیږي چي دښاروالۍ مسٔولین خبر ورکوي چي په نږدې راتلونکي کي به په کلات ښار کي د بیارغوني ګڼي پروژې پیل کړي.