راپور: نثار احمد څپاند
ټاکل سوې ده چي په روان کال کي د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره افغان دولت پر لس میلونه هغو کسانو باندی تذکرې وویشي چي تر اوسه دغه ملي سند نه لري تر څو هغوی وکولای سي په ټاکنو کي برخه واخلي.
دغه پروسه په زابل ولایت کي له یو شمیر ځوانانو څخه د امتحان په اخیستلو پیل سوه چي د امنیه قومندانۍ د تذکرو له مدیریت سره به مقرریږی او په ولسوالیو کي به خلکو ته تذکرې ورکوي.
د امنیه قومندانۍ اداری مدیر ګل احمد وایي، لسګونه کسان به مقرر سي او بیا په لیري پرتو سیمو ته ولیږل سي او دوی هیله مند دي چي دغه پروسه به په پوره بریالیتوب سره سرته ورسیږي.
یو شمیر ځوانان چي په ازموینه کي یې برخه اخیستي وه وايي، په دا ډول ملي پروسو کي کار کول ورته د افتخار خبره ده او هڅه به وکړي تر ټولو هغو هیوادوالو تذکرې ورسوي چي اوس یې نه لري.
دوی وایي، که حکومت دا ډول ملي پروګرامونه تطبیق کړي نو زرګونو بې کاره کسانو ته به د کار زمینه هم برابره سي او د کار کولو لپاره به نورو هیوادونو ته نه مجبوره کیږی.
د زابل امنیه قومنداني په داسي حال کي د تذکرو د ویش لپاره له خپل چمتوالي خبر ورکوي چي تر دې وړاندي د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د رایه ورکوونکو د ثبت نام لپاره لومړني کارونه پيل کړي او د چارواکو په خبره د حمل د میاشتي پر ۲۵ تاریخ به په رسمي ډول ثبت نام شروع سي.