راپور: اجمل وصال
د فوټبال دغه سیالۍ چي په مرکز ترینکوټ کي ۲۰ ورځي مخکې پیل سوي وي، تیره ورځ د میوند فوټبال لوبډلي په بریا پای ته ورسیده.
د روزګان د فوټبال فدراسیون مشر میرزا محمد امیزي وویل، د غوره لیک سیالیو دغه ټورنمنټ شل ورځي مخکي د ولایت په مرکز ترینکوټ کې پیل سوي وي چي تیره ورځ یکشنبه پای ته ورسیدي او اتو لوبډلو په دو ګروپونو کي د یو او بل پر وړاندي ولوبیدل.
امیرزی وایي، په دغو سیالیو کي میوند لومړی اتفاق دوهم او رحیمي لوبډلي دریم مقام ترلاسه کړ.
دفوټبال فدراسیون مشر وایي، دیادو سیالیو څخه موخه د یوکال لپاره د فوټبال د غوره لیګ لوبډله ټاکل وه چي تردي وروسته به میوند د روزګان د فوټبال لوبډلي په استازولي د هیواد په دننه او بهرکي لوبي وکړای سي.
د روزګان ورزش کاران هم خوښ دي چي دا ډول سیالۍ ورته پر لاره اچول کیږي ترڅو وکولای سي، د هیواد په نورو ولایتونو کې ولوبیږي او بریاوي خپل کړي.
دوی د سوداګرو او مسٔوولینو هم غواړي چې د ورزش په برخه کي ورته پاملرنه زیاته کړي.
د یادوني وړ ده چي په دي وروستیو کي ددغه ولایت د ورزش او بدني روزني د امریت لخوا د ورزشکارانو ترمنځ د بیلابیلو لوبو سیالۍ زیاتي سوي چې یوه میاشت مخکي هم په دغه ولایت کي د کرکټ سیالۍ پاي ته ورسیدي.