راپور: اجمل وصال
دلته مرکز ترینکوټ کي د دولتي مسٔوولینو څخه یوه ګډه کمیټه جوړیږي ترڅو د دولتي عوایدو راټولو په برخه کي اسانتیاوي رامنځته ته کړي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي چي پروخت مالیه دولت ته تحویل کړي.
دلته له یوې خوا وروستۍ نا امنۍ او د لویو لارو بندښت او بل خوا بیا د زورواکو لخوا د مالې نه ورکړه د دولتي عوایدو کچه رآټیټه کړې ده.
د ولایت مقام مرستیال عطاالله فضلي وایي، په دغه ولایت کي د تیرو څو کلونو راهیسي یوشمیر دولتي ادارو، هټۍ والو، او د خصوصي سکتور مسٔوولینو مستوفیت ریاست ته عواید نه دي تحویل کړي چي له امله یې سلګونه زره افغانۍ پاته دي.
فضلي وایي، د عوایدو راټولو لپاره اوس د یوې ګډي کمیټې پر جوړیدو کار کیږي اوتردې وروسته به هغه کسان چي پروخت عواید نه ورکوي او یاهم زور واکي وي د قانوني چلند سره به مخ کیږي.
د والي مرستیال اړوندو ادارو ته سپارښتنه هم وکړه، ترڅو مالیاتي ادارو مسٔوولینو او سوداګرو ته لازمي اسانتیاوي رامنځته کړي او د هغوی امنیت هم خوندي کړي.
د روزګان مستوفي رحیم الله هیوادوال وایي، هغوی ته د تیرو څو کلونو راهیسي د مالیې وزارت لخوا د ۷۲ میلیونه افغانیو عوایدو راټولو هدف ټاکل سوی چي تیرو دو کلونو کې دوی د هدف پوره کیدو په برخه کې پاته راغلي.
مسٔوولین په داسي حال کي د دولتي کلني عوایدو د کمښت خبر ورکوي چي وروستۍ نا امنۍ روزګان کي سوداګرو مجبوره کړي چي خپلي پانګي نور ولایتونو ته انتقال کړي.