په خوست کي روغتیايي چارواکي وايي، هر کال د ککړي هوا له امله د انسانانو مړینه زیاتیږي

راپور: سردار زیامل

دوی  وايي، که چېري په ښارونو کي  د سته ککړتیاوو په اړه جدي ګامونه پورته نه سي نو د مړیني کچه به لا لوړه سي.

خوست مېشتي په یاد ولایت کي د هوا ککړتیا له امله اندښمن دي او له سته چټلیو شکایت کوي.

دوی وایي، چي که دولت یې غم ونه خوري نو دهوا دککړتیا له امله به زیات ماشومان خپل ژوند د له لاسه ورکړي.

ددغه ولایت د روغتیا چارواکي وايي، د ککړي هوا له امله په تېر ۱۳۹۶ کال کي د تنفسي برخي ( ۱۰۳۰۹۹ ) یو لک درې زره نهه نوي تنو ناروغانو مراجعه کړې ده ، چي له دې جملې څخه یې ( ۱۸۲ ) یو سل دوه اتیا  ناروغانو خپل ژوند  د لاسه ورکړی دی.

روغتیا پالان همدا راز وايي، چي د تنفسي ناروغانو په شمیر کي ورځ تر بلي ډیروالی لیدل کیږي.

د ښارونو بې نظمه پراختیا ، د نفوسو زیاتوالی ،د زړو انجنونو شتون او د فابریکو د مضرو غازونو روان بهیرهغه څه دي چي، د هوا په ککړولو کي یې اساسي رول لوبولئ دی.

دا په داسي حال کي ده چي د روغتیا نړیوال سازمان څه موده وړاندي خبرداری ورکړ چي که د چاپیریال د ککړتیا د راکمولو لپاره اړین اقدامات ونه سي، د ماشومانو مړینه به نوره هم زیاته سي.

د سازمان په وینا ککړ چاپیریال هرکال په نړۍ کي ۱،۷ میلیونه ماشومان وژني.

 

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...