راپور: سردار زیارمل
یاد کلینکونه په اوو بېلابېلو هغو ولسوالیو کي پرانیستل سول، چي خلکو له روغتیايي خداماتو بې برخي وه.
د روغتیا چارواکي وايي، چي په دې سره به د مور او ماشوم د مړني په کچه کي هم کموالی رامنځته سي.
یاد یوولس فرعي کلینیکونه د ذکر سوي ولایت په اوو هغو ولسوالیو کي پرانیستل کیږي، چي خلک پکښي له روغتیايي خداماتو بې برخې وه.
د ذکر سویو کلینیکونو اړوندو تجهیزاتو باندي ۱۶،۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی، چي د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کي ورکول کیږي.
د روغتیايي مسٔولیونو په وینا د یادو کلینیکونو په پرانیستو سره به په لرو پرتو سیمو کي د مور او ماشوم د مړني په کچه کي هم کموالی رامنځته سي.
دا په داسي حال کي ده چي ددغه ولایت په لرو غرنیو سیمو کي لا هم عام خلک له روغتیايي خداماتو بې برخي دي، خو مسٔولین وايي، چي دوی یې د ستونزو د له منځه وړو په لټه کې دي.