په خوست کي د بیلابیلو رسنیو خبریالان وايي، چي معلوماتو ته لاس رسی نه لري

د بېلابېلو رسنیو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وايي، چي معلوماتو ته نه لاس رسی او ولسوالیو ته د سفر پرمهال ځني امنیتي ستونزي هغه څه دي، چي د خپرونو او راپورونو د چمتوکولو پر مهال یې د دوی چاري له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي دي.

دوی وايي، چي که څه هم د ژورنالیستانو د اړوندو ستونزو په تړاو یې په وار وار له اړوندو مسٔولینو سره کتني پر کړي دي، خو ځني ادارې او ریاستونه لا هم د خبریالانو د ستونزو دهواري په اړه  قاطع تصمیم نلري.

په دغه ولایت کي د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د ستونزو شتون مني، خو وايي په اړه یې نه په تیر کي او نه اوس بې غوره دي.

بل لوري د خوست د ولایت مقام وايي، چي  په لویه کي د ژورنالیستانو پر وړاندي ستونزي هواري سوي دي او په وینا یې ولایتي اداره د بیان آزادۍ اصل ته پوره ژمنه ده.

په یاده راټولیدنه کي په ګڼ نورو مضوعاتو هم خبرې وسوې.

ددوی په وینا که د ستونزو د حل په اړه جدي ګامونه پورته سي، ممکن د ګڼ شمیر سیاسي او ټولنیزو موضاعاتو پر کابو کولو بریالي سي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...