نن سهار نهه بجې د خوست ښار د سپین جومات په سیمه کي په یو شخصي موټر پسي د چسپکي ماین چاودنه وسوه چي د موټر چلوونکی په کښې ټپي سوی دی.
د خوست د امنیه قوماندانۍ د رسینو دفتر رسنیو وویل، چي په دې چاودنه کي بل چا ته زیان نه دی رسېدلی، خو موټر تخریب سوی دی.
د سرچینې په وینا چي په دې چاودنه کي ټپي سوی کس حکومتي دنده نه لري او ښار کي د تېلو شخصي پمپ اسټېشن لري.
د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر مسؤلین وايي، چې د کشفي ادارو لخوا د پېښې په اړه پلټنې پیل سوي دي.
تر اوسه کوم چا د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.