راپور: بشیر احمد فیضان
د کندهار اوسیدونکي وايي، معلومات یوازي د رسنیو له لاري ترلاسه کوي او دا يې د معلوماتو یوازني سرچني دي.
بلخوا د کندهار د رسنیو یوشمیر مسؤلین وايي، د مالي پلوه اکثره رسنۍ له بحران سره مخامخ دي او په تمویل کي يې باید مرسته وسي.
په کندهار کي رسنیو کوم رول لوبولي او د اهمیت له پلوه خلکو ته څومره منونکي دي.
د افغان حکومت د موقتي ادارې تر جوړیدو وروسته په کندهار کي رسنیو تازه ګام واخیست.
ځينو چاپی رسنیو تازه په کار پیل وکړ ږغیزو او تصویري رسنیو هم تر خلکو د حقایقو رسولو مسؤلیت ته اوږه ورکړل.
اوس مهال په کندهار کي نهه چاپي، څوارلس ږغیزي، دري تصویري ، اووه پروډکشنونه په محلي کچه او یوازي هیواد ټلویزیون په نړیواله سطحه فعالیت کوي.
ایا په رسنیزه برخه کي د رسنیو فعالیتونه خلکو ته د منلو دي؟
خو د اولس د معلوماتو او باور ددغه رښتینو سرچینو رېښې ورځ تر بلي ضعیفه کیږي او د مالي تمویل لپاره يې حکومت هیڅ اراده نه لري.
هغه چي رسنۍ د ټولني سترګي بولي خو د سترګو د پاللو هڅه نه کوي د وروسته پاته هیوادونو په کتار کي به وي.
قرباني همدا رسنۍ ورکوي او د ږغ اوچتولو لپاره يې د خپل اولس ملاتړ کړي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس فضل باري بریالی د عامه اذهانو په کنټرول کي د رسنیو رول مهم بولي .
هغه وايي، تر خلکو او حکومت د حقایقو رسول یو مهم رسالت دي چي په خبره يې دا کار یوازي رسنیو ترسره کړي.
په کندهار کي د یوشمیر رسنیو مسؤلین بیا وايي، چي د مالي پلوه کم امکانات يې پر ښه فعالیت سیوري غوړولي او زیاتوي چي خپل مصارف نه سي پوره کولای.
دوی وايي، د رسنیو د ټکس او مالي په برخه کي باید حکومت محدودیدتونه وضع نه کړي.
د هیواد ګروپ مسؤل صدیق الله خلیق په دي باور دی چي که رسنیو ته مالي سرچینې برابري سي د خلکو او حکومت ترمنځ به د افکار په تبادله او انتقال کي پوره مرسته وکړي.
نوموړی وايي، د هیواد ګروپ تمرکز پر تعلیمي برخه دی او غواړي ددې لاري خپل مسؤلیت ادا کړي.
په رسنیو کي انډول ساتل هم یو اصل دی خو د کلتوري مسایلو له امله دغه اصل په پام کي نه ساتل کیږي ښځو ته ونډه نه ورکول کیږي او یا هغوئ زړه نه ښه کوي.
که څه هم په رسنیو کي د ښځو ونډه یوه مستقمه برخه تشکیلوي خو د حالاتو ناسم چاپیریال دغه برخه پیکه کړي.
مسلکي تشه بله هغه ستونزه ده چي په ډيرو رسنیو کي محسوسیږي ځکه اکثره رسنۍ مالي تمویل نه لري او ځوانان ورسره په رضاکارانه ډول کار کوي.
کم معاشات د خبریالانو بله ننګونه ده ـــ هغه رسنۍ چي په پوره امکاناتو بسیا نه وي
هغه به د یوه خبریال د کورنۍ اړتیا وي څنګه پوره کړي.
خو ددې باوجود خبریالانو خپل همت د لاسه نه دي ورکړي او په قوي مرال کار کوي.