د افغانستان ددفاع وزارت ویاند- دولت وزیري

په تیرو څلورویشت ساعتونو کي  ۵۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 

د ملي دفاعي وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضي او تهاجمي عملیاتو کي د اوو  پاکستانیانو په ګډون  ۳۴ وسله وال وژلي او ۲۰ تنه نور ټپیان سوي دي.

دفاع وزارت په خپله خپره سوي خبرپاڼه کي لیکي چي دغه عملیات په ننګرهار، کنړ،غزني ، لوګر، ارزګان، فراه، هرات نیمروز او فاریاب ولایتونو کي تر سره سوي دي.

خبرپآنه وايي، په عملیاتو کي دوسله والو څخه یوه اندازه مهمات هم نیول سوي دي.

په خبرپاڼه کي دفاع وزارت د خپلو سرتیرو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویلي او نه يې هم د وسله والو په هکله څه ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...