نیوکي پرحکومت له همدې امله دي چي د رای ورکوونکو دنوم لیکني مرکزونو او هغو کسانو امنیت په ځانکړي ډول نه نیسي چي ټاکنو کي دګډون په هدف ځانونه ثبتوي.
مرکزي بغلان ولسوالۍ کي میشت دوردک قوم دبیلابیلو قومونو او ټولنو سره ګډه غونډه جوړه کړې په دې غونډه کي له خلکو غوښتني دا کیږي چي په پراخ حضور سره ترهر اړخیزو څيړنو وروسته په ټاکنو کي خپل دخوښي وړ او باوري کسانو ته رایه ورکړي او راتلونکي پارلمان ته یې بریالي کړي.
دمرکزي بغلان د چهارشنبې تپې په سیمه کي همدا چي د رای ورکوونکو دنوم ثبتوني مرکز ته څيرمه چاودنه سوې او افغان نظامیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې له حکومت دخلکو غوښتني دادي چي د ټاکنو دمرکزونو او خلکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
بغلان کي که څه هم دپخوا په پرتله دنوم ثبتوني په مرکزونو کي د ستیکر لګولو هدف دخلکو ګډون زیات سوی خو له حکومت غوښتني همدا دي چي د امنیت په ډاډمنیدو سره نورهم خلک دې ته وهڅوي چي په پراخه کچه ځانونه ثبت او په ټاکنو کي برخه وال سي.