په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د وچکالۍ د شدت خبرداری ورکړی دی

یادي ادارې په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي د افغانستان په لري پرتو، وچکالۍ ځپلو سیمو کي بېړنیو مرستو ته د خلکو اړتیا د زیاتېدو په حال کي ده.

په خبرپاڼه کي راځي، چي د وچکالۍ له امله لږ تر لږه اووه زره او څلور سوه بې کوره سویو افغانانو هرات ته پناه وړې ده.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي له وچکالۍ ځپلو افغانانو سره باید د مرستي اوږدمهالي پروګرامونه پېل سي، ځکه د سږکال وچکالي به کال ته هم پر کښتونو ناوړه اغېز وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...