د امریکا ږغ خبري شبکه وايي، پاکستان يې د پښتو او اردو ژبي وېبپاڼي ځکه تړلې دي، چي دوی پښتون ژغورني غورځنګ خبرونو ته پوښښ ورکوي.
د امریکا ږغ پر انګلیسي وېبپاڼه په یوه خپاره سوي خبر کي راغلي، پاکستان د دوی د پښتو (ډېوه راډيو) وېبپاڼه او د اردو وېبپاڼي تړلي دي، چي د دوی په خبره لامل یې د پښتون ژغورني غورځنګ د خبرونو پوښښ دی.
پاکستان کي رسنۍ وار د مخه تر فشار لاندي دي او په نا اعلان سوې توګه ترینه غوښتنه سوې چي د یاد غورځنګ غونډو او فعالیتونو ته دې پوښښ نه ورکوي.
د بي بي سي پښتو او اردو تلویزیوني خپروني هم د پاکستاني چارواکو لخوا تړل سوي دي، خو اردو تلویزیوني خپروني اوس بېرته د خپراوي اجازه ترلاسه کړې.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري بیا ویلي، یادې وېبپاڼې يې د ناسمو او تعصبي راپورونو له کبله تړلي دي.
خو د امریکا ږغ مشرانو په همدې خبر د پاکستان د اطلاعاتو وزیر دغه ادعا ناسمه بللې او ویلي يې دي، تل یې د خبرونو بېلانس سم ساتلی او په هر خبر کي يې د پاکستاني پوځ او چارواکو دریځونه هم اخیستي دي.