د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري ویلي، امریکا په افغانستان کي ماته خوړلې ده او اوس ددغه ماتي د پټولو لپاره پر پاکستان فشارونه راوړي.
د نوموړې په خبره امریکا په وروستي اقدام کي پاکستان د مذهبي ازادیو د نه موجودیت له امله په تور لیست کي شامل کړ.
مزاري وايي سره له دې چي د مذهبي ازادیو په برخه کي ستونزې سته دي، خو لا هم تر اروپايي هېوادونه په پاکستان کي وضعیت ښه دی.
هغې ویلي امریکا و نه توانیده چي په سیمه کي په تیرو ۱۷ کلونو کي اغېزناکه تمامه سي نو ځکه هڅه کوي ددې ټولو ماتو او ستونزو پړه پر پاکستان ور واچوي.
امریکا وړمه ورځ پاکستان د مذهبي ازادیو په برخه کي د ستونزو له امله په تور لیست کي شامل کړ، خو پاکستاني چارواکو په دې اړه ګڼ غبرګونونه ښودلي دي.