هندي ورځپاڼې سټیټسمن د هغو هندي حکومتي سرچینو په حواله لیکلي، چي د نړیوال بانک په تمویل د شاتوت بند پر پروژه کار کوي، ویلي ددې بند پر جوړولو به شاوخوا ۲۳۶ میلیونه ډالر ولګیږي او په دریو کلونو کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي. د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت هم تیره اونۍ اعلان وکړ چي د شاتوت بند د جوړولو چاري به په یوې میاشت کې پیل سي.
افغان چارواکو ویلي، چي د شاتوت اوبو بند به د کابل دوه میلونه وګړوته د څښاک پاکي اوبه برابرې کړي او شاوخوا څلور سوه زره هکتاره کرهنیزه ځمکه به هم خړوبه کړي.
هند تر دې مخکي په هرات ولایت کي د سلما بند جوړ کړ چي د افغانستان او هند د دوستۍ بند په نامه یادیږي.