ټاکل سوي چي په نژدې څو ورځو کي د افغانستان او هندوستان د تولیداتو یو ګډ نندارتون د هندوستان په ممبی ښار کي جوړ سي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي،د دغه ګډ نندارتون هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ وده او د پانګوني فرصتونه سنجول دي.

تر اوسه ۲۰۰ شرکتونو په دغه نندراتون کي د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده.

دا د افغانستان او هندوستان تر منځ دوهم ګډ نندارتون دی، لومړی نندراتون تیر کال د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حضور کي د هندوستان په پلازمینه نوي ډهلي کي پرانيستل سوی وو.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...