ولسمشر غني د بادغیس ولایت د ځایي چارواکو او مشرانو، د ترکمنستان د انرژۍ وزیر او په افغانستان کي د ترکمنستان د سفیر په حضور کي د قلعه نو د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټه برېښنا سب سټیشن پرانست.
دغه سب سټیشن چي د ۱۶ میګاواټه ترانسفرمر درلودونکی دی، د ترکمنستان تر پولي د ۵۲ کیلومتره په اوږدوالي ۱۱۰ کیلوولټه انتقالي مزی لري او ۷۰۰۰ کورنیو ته به برېښنا ولېږدوي.