د ارګ له مطبوعاتي دفتره په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي ولسمشر په ننګرهار کي د تېرې شپې برید په کلکو ټکو غندلی دی او ددغه برید ترسره کوونکي یې د انسان او انسانیت دښمنان بللي دي.
ولسمشر غني ویلي، پر عامو وګړو برید د روژې په مبارکه میاشت کي دا ښيي چي ترهګرې ډلي هېڅ قانون او هېڅ دین ته وفادار نه دي او یوازې انسان وژنې ته ادامه ورکوي.
ولسمشر دغه برید په کلکو ټکو غندلی او وايي، ددغه ډول وحشیانه بریدونو ترسره کول د افغانانو له دین، فرهنګ، ژوند، مذهب او ارزښتونو سره د ښکاره دښمنۍ او وحشت دوام ښيي.
تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ننګرهار د کرکټ په یوه لوبغالي کې درې پر له پسې چاودنې وسوې.