وسله وال طالبان وايي، چي نور پر افغان پوځيانو نه بلکي پر بهرنیو ځواکونو برید کوو

الجزیرې تلویزیون د طالبانو د یوې خبرپاڼې په حواله لیکلي، چي افغان ځواکونو ته په دې وروستیو په جګړو کي درنه مرګ ژوبله اوښتې ده نو ځکه طالبان له دې وروسته پر امریکايي ځواکونو او ددوی پر بهرنیو ملاتړو ډېر تمرکز کوي.

الجزیرې په خپل راپور کي ویلي، طالبانو پر فراه ولایت تر ناکام برید وروسته دغه اعلان کړی دی.

وسله والو طالبانو ویلي، په افغانستان کي د جګړې اصلي اړخ بهرني ځواکونه دي او افغان ځواکونه له دوی سره په لیکه کي ولاړ دي.

دغه وسله والي ډلي ویلي، چي په افغانستان کي بهرني ځواکونه له دې وروسته اصلي هدف دی او پر افغان ځواکونو به بریدونه نه کوي.

طالبانو داسي مهال یادې څرګندونې کړي، چي امریکا او افغان حکومت دوی تر فشار لاندې بولي او وایي، چي د جګړو او بریدونو پر مټ به دغه ډله د سولي خبرو ته حاضره کړي.

طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز نه دی منلی او پر وړاندې یې خندق عملیات اعلان کړي دي.

حکومت د طالبانو د وروستۍ خبرپاڼې په اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...