د طالبانو ویاند ذبیح الله په یوه بیان کي ویلي ”نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې راپور خپور کړی چي ګني ما ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند ورته ویلي چي نور به په ښارونو کې فدايي عملیات نه اجرا کوو. “
نوموړی زیاته کړه ”په داسي حال کي چي هغوی ته داسي کومه خبره نه ده سوې، د نیویارک ټایمز خبریال پوښتنه وکړه چي ولي له اختر څخه را وروسته په کابل یا بل کوم ښار کې مجاهدینو لوی فدايي بریدونه نه دي کړي. “
هغه وویل ”ځواب ورکړل سو، چي په ښارونو کي عملیات زمانگیره وي، مجاهدین خورا احتیاط کوي او هڅه کوي چي اهداف په ډير دقت سره په نښه سي، ترڅو له عملیاتو سره ملکي خلکو ته زیان ونه رسیږي؛ نو ځکه په ښارونو کي د عملیاتو اجرا څه وخت ته ضرورت لري او په تلوار سره نسي ترسره کیدلای، چې ان شاءالله د اهدافو په تشخیص کیدو سره به داسې عملیات ترسره سي. “
د نیو یارک ټایمز د راپور له مخي، د جون پر اوولسمي د افغان حکومت او طالبانو له اوربند وروسته طالب مشرانو په ښارونو کي د بمي بريد نه کولو اعلان کړى دی.