د راپورونو له مخي هندي حکومت خپلو ځواکونو ته ویلي، چي د کشمیر په لانجمنه سیمه کې دي د ترهګرو د ځپلو او یاغیانو د نیولو لپاره عملیات نه کوي او د روژې تر پایه دې نښتې ودروي.
دا په تېرو ۱۸ کلونو کې لومړی ځل دی، چي هندي حکومت په کشمیر کي اوربند اعلانوي.
ددې تر څنګ په کشمیر کي د هند پر ضد جنګېدونکي وسله والي ډلې لشکر طیبه بیا ویلي، چي دوی له چا سره اوربند نه کوي او خپلو جګړو ته به ادامه ورکوي.
په دغه سیمه کي د وسله والو یوې بلي ډلي حزب المجاهدین بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.