د افغانستان د اوبو او انرژي د وزارت د عامه اړیکو رئیس اصف غفوري په کابل کې رسنیو ته وویل، چي هند په خپله د دغو دوو بندونو د جوړېدو وړاندیز کړی دی، خو تر اوسه د دې پانګونو جزئیات نه دي ورکړل سوي.
د باغ درې بند د پنجشیر او غوربند پر سیندونو پروت دی چي ویل کېږي د درې سوه میګاواټه برښنا ظرفیت به ولري.
د سروبي دوهم بند بیا د اټکل له مخې د نژدې سل میګاواټه برښنا د تولید توان لري.
هند تر دې مخکې په هرات کي د درې سوه میلیونه ډالرو په لګښت د سلما بند جوړ کړ.