په پام کي ده په نژدې راتلونکي کي، هندوستان دغه څلور Mi-۲۴ ډوله ترميم سوي الوتکي افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.
د دفاع وزارت وايي، دا د ترورېزم په وړاندې مبارزه کي ډېر اهميت ځکه لري چي د افغانستان له جغرافيايي سره ډېر مساعد هليکوپټرونه دي، ورکړه يې ځکه مهمه ده چي د ترورېزم په وړاندي مبارزه کي خپل ظرفيت لوړ کړو.
هندوستان تر دې مخکي هم له افغانستان سره د پوځي برخي تر څنګ په اقتصادي ډګر کي يو لړ مهمي همکارۍ کړي دي.
د ٢٠١٧مېلادي کال له جون مياشتي راهيسي افغانستان له هندوستان سره د هوايي دهلېز يا کوريدور له لاري تجارت کوي.