هندي چارواکو په افغانستان کي د نوو پروژو د پیل ژمنه کړې ده

هندي او افغان چارواکو په یوه غونډه کي پر چابهار بندر او همدا راز له افغانستان سره د هند پر نورو مرستو بحثونه کړي دي.

هندي چارواکو ویلي، چي دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستې کړې دي او خپلو مرستو ته به ادامه ورکوي.

دوی ویلي په هغو برخو کي له افغانستان سره د نورو مرستو ژمنه کوي چي د خلکو اړتیا پوره کولای سي او د افغانستان د راتلونکې لپاره بنسټیزې پروژې وي.

دواړو لورو په چابهار بندر کي پر روانو چارو خبري کړي دي او هغه یې د افغانستان، هند، مرکزي اسیا او ایران د اتصال لپاره مهم بللی دی.

په دغه مشترکه کمېټه کي څلورو کاري ګروپونو خپلې ارزوني، راپورونه او وړاندیزونه شریک کړي دي.

هند له افغان حکومت همدا راز غوښتي چې د پروژو د پلي کولو او تکمیلولو پر مهال باید د هندي وګړو او کارکوونکو امنیت ته هم جدي پاملرنه وسي.

 

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...