نیمرزو: په دې ولایت کي د تیلو د تصفیې کار خونه جوړه سوه

د نیمروز والي په دغه ولایت کې د تېلو د تصفیې د کارخونې پرانيستل یو مهم اقدام وباله.

انجینیر محمد سمیع د دوشنبې په ماښام رسنیو ته وویل، چي دوو سوداګرو د تېلو دغه تصفیه خونه جوړه کړې او پرهغې یې دوه اعشاریه اته میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.

د راپورونو له مخې، د نیمروز په دې نوې جوړه سوې تصفیه خونه کي به هره ورځ تر یولسو ټانکرو پورې اومه تېل تصفیه سي.

د نیمروز د والي په وینا، د دې ډول کارخانو جوړول د چاپېریال لپاره ډېري اغېزناکې دي او په عین وخت کي تر ډېره حده د وسایطو د ماشینونو د له منځه تلو مخه نیسي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...