د مرکزي آسیا هیوادونو ترمنځ د ۱۵ کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو په یاد ټورنمنټ کي د افغانستان په ګډون، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، ازبکستان او ایران څخه ۱۵ کلني لوبډلي برخه لري، چي نن افغان ۱۵ کلن ټيم خپله لومړۍ لوبه د کابل په وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجي د تاجکستان ۱۵ کلن ټیم په وړاندي ترسره کوي.
افغان ټیم به تر ننۍ لوبي وروسته خپله دوهمه لوبه د جولای په ۲۴ مه د قرغزستان په وړاندي، دریمه به په ۲۶ مه د ایران په وړاندي، څلورمه به په ۲۸ مه د ترکمنستان په وړاندي او پنځمه لوبه به بیا د جولاي په ۳۰مه د کوربه ازبکستان ۱۵ کلن ټیم په وړاندي ترسره کړي.
د یادلو وړ ده، د مرکزي آسیا ۱۵ کلنو لوبغاړو ترمنځ یادي لوبي د ازبکستان په تاشکند ښار کي نن د جولاي په ۲۲مه پيلیږي او د همدې میاشتي تر ۳۰مي نیټي پوري دوام کوي.