ننګرهار: د کرکټ په لوبغالي کي د چاودني له امله ۶۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند بهسود پل ته څیرمه د کرکټ په لوبغالي کي تیره شپه ۱۱ بجې د ځای پر ځای سوو چاودیدونکو توکو د درې پرلپسې چاودنو په ترڅ کي ۸ تنه شهیدان  سوي او ۵۴ نور ټپیان سوي دي، په ټپیانو کي اته کسه تر لومړۍ درملنې ورسته رخصت سوي او پاته نور يې په روغتون کي تر درملني لاندې دي.

پيښه هغه محال رامنځته سوې چي د سپین غر کرکټ لوبغالي کي د رمضان کپ شپنې سیالۍ روانې وې.

د دې ولایت د والي ویاند عطالله خوګیاڼې وایي، چي په دغو چاودنو کي د همدې سیالیو پر لاره اچونکی او د وطنپاله ځوانانو مشر هدایت الله زهیر، د لغمان ولایت د ښاروالۍ مرستیال ډاکتر نیکمل هم وژل سوي.

د یادولو وړ ده چي رمضان کپ سیالی تیرو ۵ کالو کي هر کال په ننګرهار ولایت کي د روژې په میاشت کي د شپې لخوا ترسره کیږي چي د جلال اباد ښار اړوند د ننګرهار د ولسوالیو څخه هم  کرکټ ټیمونه پکښې ونډه اخلي.

تر اوسه د دې برید مسئولیت چا نه دی منلي خو ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند بیا پر خپل ټویټر لیکلي چي دا برید دوی پورې اړه نه لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...